خليفه سراج الدين حقاني: د اسلامي امارت مسئولين هڅه کوي چې ولس ته آسانتياوې رامنځته کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني پکتيا ته د خپل سفر په ترڅ کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل، چې د اسلامي امارت ټول مسئولين هڅه کوي خپلو ولسونو ته په ټولو برخو کې آسانتياوې او پرمختګونه رامنځته کړي.په دې غونډه کې د دې ولايت والي، امنيه قوماندان، د ۲۰۳منصوري قول اردو مسئول، د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، ديني عالمانو او د مرکز ګردېز قومي مشرانو ګډون کړی و.
خلفه سراج الدين حقاني د ولايت مقام د رهبرۍ، امنيتي ځواکونو او ټولو ادارو د مسئولينو د کارونو ستاينه وکړه او خوښي يې وښوده، چې په پکتيا کې د شته امنيت تر څنګ په ټولو برخو کې د پام وړ کارونه شوي دي.حقاني د پکتيا قومونو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت ټول مسئولين متوجه دي، ترڅو خپلو ولسونو ته په ټولو برخو کې آسانتياوې او پرمختګونه رامنځته کړي او له دوی يې وغوښتل، چې د تل په څېر د نظام د ساتلو او د هيواد د پرمختګ لپاره له خپل اسلامي نظام سره همکاري وکړي.نوموړي د پکتيا د ولسونو قربانۍ نه هېرېدونکې وبللې او د قومي مشرانو له دين دوسته احساساتو يې خوښي وښوده.همدارنګه په دغې غونډه کې جهادي مشر محمد ابراهيم ګرديز کې د جهادي دورو د سترو پېښو او کارنامو يادونه وکړه او پر ټولو قومونو يې غږ وکړ چې خپلمنځي اتحاد د تل په څېر غښتلي وساتي.
په دغې غونډه کې جيدو ديني عالمانو ټينګار وکړ، چې د اسلامي نظام د ساتلو، هيواد جوړولو او پرمختګ لپاره په اطاعت او يووالي کې هر افغان خپل رول ادا کړي.ورپسې د مرکز ګردېز اړوند د بېلابېلو قومونو په استازيتوب څو تنو مشرانو د خپلو خبرو پر مهال حقاني ته د ښه راغلاست مراتب وړاندې کړل او خوښي يې وښوده، چې د اسلامي امارت مسئولين د خپلو ولسونو حال او احوال اخلي او ډاډ يې ورکړ، چې ټول قومونه د نظام ساتلو او د هيواد د پرمختګ لپاره له اسلامي امارت سره د تل په څېر اوږه پر اوږه ولاړ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button