کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا دفتر اعلان کړی چې ملا محمد حسن اخند له کندهار څخه تر درملنې وروسته کابل ته راستون شوی او خپلې دندې ته به دوام ورکړي.
دغه دفتر نن دوشنبه د چنګاښ ۲۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړه چې ملا محمد حسن اخند کابل ته له راستنېدو وروسته د اسلامي امارت د چارواکو له خوا تود هرکلی وشو.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې ملا محمد حسن اخند به د اسلامي امارت د دویم مشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي.
د اسلامي امارت د ویاند د دفتر په وینا، ملا محمد حسن اخند د اسلامي امارت د مشر ملا هیبةالله اخندزاده په لارښوونه کابل ته راستون شوی دی.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د روان کال د مې ۱۶مه اعلان وکړ چې ملا محمد حسن اخند د ورپېښې ناروغۍ له امله کندهار ته تللی او د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په موقتي توګه د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکل شو.
ملا محمد حسن اخند د اسلامي امارت له نامتو مشرانو څخه دی چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۷ مه د اسلامي امارت د ریس الوزا په توګه وټاکل شو.