سوډان؛ پر پلازمینه خرطوم د ناڅرګندو الوتکو بمبار لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)

په داسې حال کې چې د سوډان په لر او بر کې د سوډاني پوځ او د چټک غبرګون د یاغي شوې ملیشې ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي له دغه هېواد څخه وروستي راپورونه وایي، چې پر پلازمینه خرطوم کې د سوډاني پوځ په مرکزي قوماندانۍ، مرکزونو او ملکي سیمو د ناڅرګندو الوتکو په بمبار کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سوډاني پوځ ویاند د چټک غبرګون په یاغي ځواکونو تور لګولی، چې د بهرنیو هیوادونو په اشاره د سوډان د ویشلو هڅه کوي او ځینې هیوادونه اوس په څرګند ډول د سوډان د حکومت پر وړاندې د یاغیانو ملاتړ کوي.

که څه هم نوموړي د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي او نه یې د کوم هیواد نوم اخیستئ؛ خو د منځني ختیځ د چارو یو شمېر کار پوهان په دې اند دي، چې ښایي وروستي بریدونه اسرائیلو کړي وي ترڅو د البرهان په مشرۍ د سوډان په پوځي حکومت هغه څه ومني چې سوډان یې تل له منلو انکار کړی دی.

د ویلو ده چې په سوډان کې د روان کال د اپریل میاشتې په ۱۵ مه نېټه د سوډانې پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ د واک پر سر خونړۍ نښتې پیل شوي چې تر اوسه پکې ۳۵۰۰ کسان وژل شوي، زرګونه نور ټپیان شوي او میلیونونه ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button