اسلامي امارت ته د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي وړمه ورځ په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روسيې فدراسيون له سفير ديميتري ژيرنوف سره په کتنه کې وويل: هيله ده، چې کابل او مسکو د مسکو فارمټ له راتلونکې ناستې څخه د اړيکو د پياوړتيا په برخه کې ښه ګټه پورته کړي.په کابل کې د روسيې سفير په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د راتلونکې ناستې په اړه د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ته معلومات وړاندې کړل.نوموړي همدارنګه د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ته د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه هم ورکړه.په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د روسيې له بلنې څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې مسکو فارمټ د سيمې ترمنځ د همغږۍ په رامنځ ته کولو کې مهم رول لوبوي.متقي زياته کړه، چې د افغان حکومت پلاوو د مسکو په تېرو ناستو کې هم ګډون کړی و.د بهرنيو چارو وزارت سرپرست هيله څرګنده کړه، چې کابل او مسکو د ديپلوماتيکو اړيکو په چوکاټ کې له دې ناستې څخه ښه ګټه پورته کړي.د يادونې وړ ده، چې په دغې کتنه کې افغانانو ته د روسيې هيواد په ويزو کې د آسانتياوو رامنځته کولو په اړه هم خبرې وشوې، تر څو سوداګر او نور افغانان وکولای شي په اسانۍ روسيې ته سفرونه وکړي.



