کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد وايي چې د ملګروملتونو له آدرسه د يوناما راپور چې په مايوسۍ، ګيلو او شکايتونو بنادي حقيقت نه لري.نوموړي زياتوي چې دغه ډول راپورونه يا د هغو کسانو د نقل قول په اساس جوړيږي، چې له افغانستان څخه تښتيدلي او اوس يې د خپل هيواد پرضد د نظامي جبهې پرځای د پروپاګند جبهه نيولي او يا خو د يوناما به بدنه کې دننه ځينې کسان د دغه نهاد له نامه څخه سوء استفاده کوي او د ناسمو معلوماتو په اساس د افغانستان په ضد پروپاګند خپروي.مجاهد وايي : (( په افغانستان کې بشپړ امنيت تامين دي، هېڅ خپل سري قتلونه او نيونې نشته، په مذهبي اقليتونو بريدونو مخنيوي شوی، د هيواد امنيتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو ساتنه کوي.))
داسلامي امارت وياند ليکلي، چې د اسلامي امارت محاکم د خلکو د حقوق څخه دفاع او ساتنه کوي، ملکي خدمتونه دوام لري، د هيواد د آبادۍ لپاره لاسونه سره ورکړل شوي دي، په داسې يو مثبت حالت کې منفي راپورونه خپرول د کينې او عقدې په معنا ده چې بايد نور متوقف شي.
















