کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
اسلامي امارت د اروپايي اتحاديې له لوري د خپلو يو شمېر چارواکو تحريمول د ناکامو تجربو تکرار او بې ګټې کار بللی دی.
د اسلامي امارت وياند “ذبيح الله مجاهد” په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې (د اروپايي اتحادېې له لوري د افغانستان اسلامي امارت ځينې مشران تور لېست ته اچول هېڅ لوري ته ګټه نه لري.)) مجاهد زياته کړې: د دې پرځای چې د فشار او تحريم له غوراوي څخه استفاده کېږي، بايد له تعامل، ډيالوګ او تفاهم څخه کار واخيستل شي.
د اسلامي امارت وياند همدارنګه ويلي، چې د افغانانو پر وړاندې ناکامه تجربې تکرارول او تحميلي سياست پايله نه ده ورکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي اتحاديې تازه د اسلامي امارت په يو شمېر مشرانو بنديزونه لګولي دي.
















