
بارتر( تبادلوي اقتصاد سیستم) د افغانستان لپاره یو ښه بدیل!
بارتر( تبادلوي اقتصاد سیستم) د افغانستان لپاره یو ښه بدیل!
لیکنه : عبدالجبار وحدت
که په اقتصادي برخه کې نړیوال بندیزونه همداسې دوام مومي او په مالي سیستمونو کې پولي جریان ته د هیوادونو په کچه اجازه نه ورکول کېږي،په بانکي سکټورباندې محدودیتونو لا هم موجود وي ، نو بارټر سیستم (جنس په جنس تبادله ) یې ښه بدیل کېدلی شي. په وروستیو کې ډېری هغه هیوادونه چې له ورته ستونزو سره مخ دي د تبادلوي اقتصاد طرف ته یې میلان زیات شوی ، دا چاره نسبي ستونزه حلولی شي.
که څه هم بارتر سیستم د اړتیاوو د مرفوع کولو ،ذخیرې او دوه اړخیزه مطلوبیت په برخه کې ستونزي راولاړولی سي، مګر بیا هم یو نسبي بدیل دی.
نړیوال طاغوت غواړي همدا چې مجبور مو وویني، تجارت باید له سیاسته بېل شي، ځکه دلته د لومړنیو اړتیاوو مسئله ده او دا خورا اړینه موضوع ده .



