عراق کې قهرجن لاریونونه؛ د سوېډن سفارت ودانۍ سوځول شوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۲ل)

په داسې حال کې چې پرون جمعه د عراق حکومت قرانکریم ته د بې حرمتۍ په غبرګون کې د سوېډن سفیر له خپل هیواد څخه وشاړه نن شنبه د جولایي په ۲۲ مه نېټه قهرجنو لاریون کوونکو په پلازمېنه بغداد کې د سوېډن د سفارت ودانۍ ته اور اچولی او سوځولې یې ده.

په ورته مهال نن ایران هم په یو بیساري اقدام کې له سویډن سره د دیپولوماتیکو اړېکو په ګډون ټول تړونونه ځنډولي دي او ګواښ یې کړی، که بیا ورته پېښه تکرار شي نو دوی به هم د سوېډن سفیر له هیواد څخه وشړي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت په رهبرۍ افغان سرپرست حکومت هم له سوېډن هیواد سره اړېکې ځنډولي وې او په افغانستان کې یې د سوېډن هیواد سره تړلو مؤسیسو باندې بندیزونه لګولي وو او له نورو اسلامي هیوادونو یې هم د ورته اقدام غوښتنه کړې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button