کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د هغه هېواد پخواني صدراعظم او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نیولو حکم صادر کړی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پر عمران خان ټاکنو کمیسیون ته د سپکاوی تور دی چې له امله یې یاد حکم صادر شوی او په کې یادونه شوې چې دې قضیې کې به یې ضمانت نه کېږي. د هغه وکیل رسنیو ته ویلي چې نوموړی به نن د ټاکنو کمیسیون ته وړاندې شي. تر دې وړاندې د عمران خان نیول کېدو ټول پاکستان کې د لاریونونو لامل شوي ؤ، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او ډېر شمېر دولتي تاسیسات تخریب شوي ؤ.
















