ولسمشر پوتین: د اوکراین د غلو دانو تړون یوازې د غریبو هېوادونو لپاره و؛ نه د امریکا او اروپا لپاره

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۲ل)
د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سولې او پرمختګ راتلونکي لپاره د روسیې او افریقا د هماهنګۍ د هڅو تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې او د هغې په یوه برخه کي یې لیکلي دي؛ چي د اوکراین د غلې دانې تړون د بې وزلو هېوادونو لپاره و؛ خو د امریکا او اروپا د بډاینې لپاره ترې ګټه پورته شوې.
ولادیمیر پوتین په خپله مقاله کي لیکلي؛ چي د دې تړون اصلي موخه د نړۍ د خوراکي توکو خوندیتوب، د لوږې د ګواښ کمول او د افریقا، اسیا او لاتینې امریکا له بې وزلو هېوادونو سره مرسته وه؛ له همدې امله روسیې ژمنه وکړه؛ چي د هغې د تطبیق لپاره به اسانتیاوې برابرې کړي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړه؛ چي لویدیځ په عامه توګه اعلان وکړ؛ چي دا تړون د افریقا د ګټو لپاره د نیکمرغۍ نښه ده؛ مګر په شرم سره دا یوازې د امریکایي او اروپایي شرکتونو د یوې لویې برخې د بډایه کولو لپاره کارول شوی؛ چي اروپایی غله صادروي او بیا یې پلوري.
ښاغلي پوتین ویلي؛ چي د دې تړون له مخې د تیر یو کال په موده کي ټولټال ۳۲.۸ میلیونه ټنه غله له اوکراین څخه صادر شوي؛ چي د دغو صادراتو څه باندې ۷۰ سلنه لوړ عاید لرونکو یا د متوسط عاید لرونکو هیوادونو ته تللي؛ په داسې حال کي چي ایتوپیا، سوډان، سومالیا، یمن او افغانستان د دغه صادراتو له ۳ سلنې څخه لږ ترلاسه کړي دي.
د یادولو وړ ده؛ چي د غلې دانې دهلیز تړون یو کال مخکې د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ د میاشتې په ۳۱ مه نیټه په استانبول کي د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د اغیزو د کمولو په خاطر د خوراکي توکو په نړیواله بیعه او په ځانګړې توګه د ترکیې په نوښت او د روسیې او اوکراین د ملګرو ملتونو په همکارۍ د یو شمیر واردونکو هیوادونو لخوا د اړتیا وړ غلو د عرضې په خاطر لاسلیک شو.



