کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۲ل) په ترکيه کې د افغان کډوالو ملاتړې ټولنې ويلي، په دې هيواد کې ۳۰۰ زره افغانان رسماً ثبت شوي چې زيات يې د لنډې مودې لپاره دې هيواد ته تللي دي، خو د هغوی په منځ کې ۴۸ زره د اوږدې مودې د اقامت اسناد لري.د يادې ټولنې د معلوماتو له مخې، د ترکيې حکومت د روان ۲۰۲۳ م کال له پيله د جون تر ۲۲ مې پورې ۱۵ زره افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلي دي. په ورته وخت کې ترکيې بيا ويلي: په دې هيواد کې يې ۲۸ نور غير قانوني افغان کډوال نيولي، چې ژر به يې افغانستان ته ولېږدوي.په دې وروستيو کې د افغانستان د ګاونډيانو په ګډون په بېلابېلو هيوادونو کې له افغان کډوالو سره بد چلن کېږي او په يوه او بله بهانه زندانونو ته اچول کېږي.