خلیفه سراج الدین حقاني: هڅه کېږي چې د نجونو پرمخ د تعلیمي ادارو پرانیستو لپاره مناسبه حل لاره رامنځته شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر “الحاج خلیفه سراج الدین حقاني” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هڅه کېږي د نجونو پرمخ د تعلیمي ادارو پرانیستو لپاره مناسبه حل لاره رامنځته شي.
نوموړي چې هرات ولایت کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل: هڅه کېږي چې د نجونو پرمخ د ښونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره یوه مناسبه حل لاره رامنځته شي.
د ویلو ده چې په افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د نجونو پرمخ د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي چې د چارواکو په خبره دا تړل تلپاتې نه دي او د یو سالم چاپیریال تر رامنځته کېدو وروسته به د نجونو پرمخ د تعلیمي ادارو دروازې پرانیستل شي.



