کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۲ل)
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي وړمه ورځ د افغانستان لپاره د اغاخان بنسټ له نوي رئيس نجم الدين نجم او مل پلاوي سره په کتنه کې د دغه بنسټ فعاليتونه وستايل.په ياده کتنه کې د افغانستان لپاره د آغاخان بنسټ نوي رئيس د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ته د نوي ماموريت د پيل په تړاو معلومات ورکړل او په روغتيايي، ښوونيزو، کرنيزو او کلتوري برخو کې يې د خپلو فعاليتونو راپور ورسره شريک کړ. نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې د پروژو، بېړنيو پېښو ته د لاسرسي او تر ۱۴۰ پورې کلتوري ميراثونو او تاريخي ابداتو د رغولو او ساتنې د کاري جريان په اړه يادونې ترسره کړې.په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د اغاخان بنسټ رئيس ته د نوې دندې مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې د اغاخان بنسټ خدمتونه، چې په هيواد کې يې ترسره کړي دي د ستايلو وړ دي.د بهرنيو چارو وزارت سرپرست له نوموړي څخه غوښتنه وکړه، چې د تاريخي ابداتو د رغولو، ساتنې او مراقبت په برخه کې چې د تاريخ ساتلو تر څنګ په ښاري ښکلا کې هم مهم رول لري لازياته پاملرنه وکړي.د يادونې وړ ده، چې د آغا خان بنسټ نوي رئيس په دې کتنه کې له اسلامي امارت څخه له ياد بنسټ سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې افغان حکومت د نوموړي د ماموريت پر مهال هم د تېر په څېر همکاري ترسره کړي، تر څو ياد بنسټ د افغانانو د ښه خدمت لپاره جوګه واوسي.


















