یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

راځئ د ورېښمو د لارې پر پلونو خپل اقتصاد له سره تقویه کړو

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جولای 26, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
39
ځلې شریک شوی
492
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: حیات الله حلیم

 د ورېښمولارله ستړیو اوستونزوډکه یوه سوداګریزه اواقتصادي لاره وه چې حدود یې داسې ټاکلې لازمه وه چې یادونه یې ترنن پورې راغځېدلي ، دې لارې نه یوازې دې وګړو د نسونو د مړولو لپاره اقتصادي اهمیت درلود بلکه د ختیځ او لودیځ فرهنګونه یې هم سره شریکول ٬ انسان چې کله د مځکې پرمخ ګام اېښی دخپلو اړتیاوود لیرې کولواو پوره کولو لپاره یې تل له طبیعت سره په مختلفوبڼولاس اوپنجه نرم کړي اوهرڅه ته یې چې تکل کړی پرې بریالی او لاس بری شوی دی، پخوانیوانسانانو ژوند د نن په شان آرام نه و، او د خپل اقتصادي کفاف لپاره یې ډېر زحمتونه اوکړاوونه ګالل د میاشتو اوکلونو اوږده او ستړي سفرونه یې دستړیاوو چاودواوتڼاکو پښو په ذریعه ترسره کول اود اوس په شان به نن دلته اوسبا د الوتکې په سپرلۍ د نړۍ بل براعظم کې نه ګرځېدل ٬ هغه وخت بشرد مځکې په محدوده کې بیچاره و٬ پلي سفریې کاوه اوکله هم په ېبلو پښو، دوی به د راحلو (اوښانو، آسونو،  کچرو او فیلانو ) اوږده کاروانونه ( قافلې)  ترمخ کړې وو او له یوه ځایه به بل ته دخپلو مقصد ځایونو په لورتلل ٬ راتلل ٬ د قافلو نوم زموږ په فولکلوریکو او اساطیري روایاتو اوادبیاتو کې ډیرلوړنوم او ځای لري ٬ د قوي قافلو اوږده قطارونه به په سلامتې ترخپل مقصد ځایه رسېدل خوکمزورې قافلې به کله ناکله دلارې په اوږدوکې د سیمه ییزو بدغونیو(غلو) له لوټمارانوله تالان سره هم مخ کېدې .

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

دا قافلې به زیاتره د ورېښموپه لاره تلې را تلې ځکه د ورېښمو لویه او تاریخي لاره په ختیځ اولودیځ غځېدلې یوه بین القاروي ستره لاره وه چې یادونه یې اوس هم د پخوا پرڅېر تازه او نه یوازې اقتصادي ارزښت یې درلود بلکې ددې لارې ستر اهمیت په دې کې و چې اوس هم دا لاره د ملتونو ترمنځ د سیاست ٬ فرهنګ ٬ هنر٬ دیانت  او اقتصاد د تشریک د یوه سترمیراث په توګه یادېږي او ګڼل کېږي ٬ په سوداګرۍ سربېره به ددی لارې په اوږدو کې د پرتو ولسونواوتېرېدونکو قافلو ترمنځ اړیکې قوي کېدې او د کرنې اوبو لګولو او همدارنګه له مځکې څخه د کاریزونو په ذریعه د اوبو د را ایستلو تجربې شریکېدلې ٬ د ورېښموپه لار ه سوداګرۍ په لسګونو ښېګڼې نورې هم درلودې دغلو دانومفید تخمونه له یوه ځای نه بل ته نقلېدل اوتجربه کېدل ٬ لنډه داچې د ورېښمو په لاره نه یوازې ددې لارې مسما ت توکي نقلېدل بلکې د مختلفو جغرافیاو پیدا وار پېژندل کېدل او شریکېدل د ورېښمو له لارې څخه د دوهمې میلادي پېړۍ څخه ترپنځلسمې میلادي پېړۍ پورې د ۱۳ کالونو پرموده پرلپسې ګټه اخیستل کېده .

که څه هم یو شمېرتاریخ پوهان په دې باوردي چې د ختیځ او لودیځ د فرهنګونو ترمنځ د لومړي ځل لپاره له میلاد څخه د مخه په څلورمه پېړۍ کې داسکندر مقدوني د فتوحاتو په ترڅ کې آشنایی را منځ ته شوه دا هم سمه ده خو دلته ددې خبرې یادول اړین دي چې د اسکندرمقدوني ماموریت له لودیځ څخه د ختیځ په لور په جنګونو او فتوحاتو ولاړ و٬ نه د تمدنونو په شریکولو او ځلولو ٬ د ورېښموپه لاره تلل راتلل بیا هغه ځانګړی سوداګریز ٬ اقتصادي او فرهنګي ماموریت و چې په هرکاروان کې به نه یوازې سوداګریزه امتعه بلکې مورخین ٬ جهان ګردان ٬ ادیبان ٬ شاعران ٬ هنرمندان او نور اهل فن کسان هم شامل و، تو پېر په دې کې و چې دغه کسانو(قافله سالارانو)  د اسکندرمقدوني د لښکریانو په شان له خلکو او ولسونو سره جنګ نه کاوه بلکې له دوی نه اقتصادي ٬ ادبي ٬ فرهنګي او فني ښکلاوې خورېدې ٬ دوی په لاره کې د پرتو پرګنو له مدنیت عنعناتو اودودونو سره آشنا کېدل له هغوی څخه به یې نوي شی زده کول چې په دې توګه ویلای شو چې د ورېښمو لاره نه یوازې یوه اقتصادي لر لیکه  وه ٬ بلکې د تمدونونود تلاقي کېدو لاره هم وه.

که د ورېښمود لارې د پیدایښت لاملونه را وپلټو نو عجیبو واقعیتونوته به وروصل شو ځکه د نړۍ لومړني مدنیتونه اکثراً په روم او یونان کې را منځ ته شوي او یونانیانوبه د اوسنۍ نړۍ په جغرافیا کې تل خوځنده او متحرک وو اوهرګوټ ته به یې سوداګریزاوکله هم نظامي سفرونه کول تردې منځ دوی یو وخت په سمندري اوږدو لارو د اوسني هند د سمندر د ساحلونو له لارې افغانستان ته را ورسېدل چې په نتیجه کې د (ماتس تي تیانوس ) په نامه یوه یوناني سودا ګرد خپلې سوداګریزې امتعې د انتقال  لپاره افغانستان ته د وچې هغه لاره چې له (ام البلاد بلخ) څخه شروع کېده او دروم او یونان ښارونه یې له یو بل سره نښلول ٬ کشف کړه ٬ نوموړي سوادګر د نورې سوداګریزې امتعې د انتقال ترڅنګ د وریښمو نفیسو توکو ته هم ورپام شو او له ځان سره یې پریکړه وکړه چې دا نفیس توکي به د اروپا بازارونو ته رسوي ٬ دا وخت وریښم له اروپا ډیرلیرې په ختیځ ترکستان کې چې مهم مرکزونه یې سنګیانګ ٬ کاشغر او ختن وو  تولیدېدل او ترسوریې پورې په پرتوسیمو لکه انیتوش ٬ بریت ٬  سیدان او تیرکې به رنګېدل او کوکړۍ کېدل ٬ وریښمو او د وریښمو ټوکر د روم په ستر واکۍ کې د خپل اهمیت او کیفیت له پلوه ډیر مینه وال او اخیستونکي درلودل او په لاره کې د بیلا بیلو هېوادونو سوداګروهم د هغه د رانیولو او لیږدلو له لارې ډیره ګټه تر لاسه کوله . له دې وروسته ورېښمو او د هغه نفاست د لودیځ فرهنګ ته هم لاره وموندله، شاعرانو به د ورېښمو په اړه ښکلي شعرونه جوړول چې ښې بېلګې یې د مولوي عطار٬  سعدي ٬ حافظ او خیام په شعرونو کې لیدلی شو ٬ د ورېښمو په اړه دغه اشعارد چین ځوانانو ته هم ورسېدل او په مینه به یې زمزمه کول .

د ختیځ «هان » امپراطور (سیوان تی)  په ۶۰ میلادي کال وتوانېد چې «هیونګ نوها » ته چې تراوسه یې د ورېښمو د لارې په یوه لویه برخه تسلط درلود ماتې ورکړې اوخپله مخه یې دنویو فتوحاتو او سوداګریو فعالیتونولپاره د پخوانۍ نړۍ د نویو جغرافیا وو په لورپرانیستله چې په نتیجه کې د ورېښمو لارې لا پسې رونق وموند او له دې وروسته د لودېځې اروپا څخه د افریقا په لورهم وغځېدله خو د ورېښمو لاره که د پخوانۍ نړۍ په هر لوري تلله لومړی له چین څخه را پیل کېده د افغانستان له جغرافیا تېرېدله او بیا نورې نړې ته خورېدله چې په دې لړ کې تر ټولو نامي لاره له باختره تېره شوې وه او له باختر نه بیا دوې لویې سوداګریزې او کارواني لارې یوه د جوزجان ٬ فاریاب او بادغیس له لارې د سبزک په غاښي هرات ته اوښته چې وروسته د اوسني ایران همدان ته رسېدله او بله د هندوکش په غاښیو را اوښته او کاپیسا ته را رسېدله او په کاپیسا کې دا لاره پر دوو برخو ویشل کېده چې یوه یې د اوسني تګاب او نجراب له لارې لغمان ٬ کونړ٬  اسمار٬  چترال او سوات ته منتهي کېده او بیا پېښور ته رسېدله چې له هغه ځایه تکسیلا ته رسېده او بیا هند ته ورلوېدله ٬ بله لاره د کابل ٬ لته بند ٬  سروبي ٬ وریښمین تنګي ٬ ننګرهار او هډې له لارې مخامخ د اباسین څنډو ته ورلوېدله او په دې تر تیب د بلخ په مرکزیت سره د وریښمو لار ختیځ او لودیځ دواړو اړخونو ته غځېدله .

دوریښموپه لارله چین نه وریښم ٬ وریښمین ټوګران ٬ لاک ٬ پوستکي ٬ اوسپنه سره زر او نکل راوړل کېدل او له باخترنه  بیا ښیښه یي لوښي او ښکلې تیږې ٬ جواهرات او نورچین ته وړل کېدل ٬ وریښم اوله وریښمو جوړشوي وریښمین ټوکران هغه نفیس څیزونه وو چې ترنن پورې یې ارزښت اونفاست پرځای پاتی دی نوله دې کبله د هغه وخت له کیږدۍ میشتو انسانانو بیا ترشاهي ماڼیو پورې وریښمو او وریښمینو ټوکرانو ته اړتیا محسوسېدله او له مرکزي آسیا نیولې بیا د روم ترقیصرانوپورې خوارو او خانانو ټولواستفاد ترې کوله ٬ نوځکه د سوداګرۍ دا لویه (ورېښمو لاره ) لاره سره له دې چې ډیرنورڅه هم پرې تلل را تلل د وریښمو په لار ونومول شوه اولا تراوسه هم په خپل پخواني او تاریخي عظمت د وریښمو د لارې په نوم یادېږي اوله برکته یې زموږ به هېواد کې هم خپل پاته یادګارونه په ځای پرایښي ځکه له سروبي ښکته د کابل سیند پر غاړه وریښمین تنګی له خپلو سپیروکلکو تیږو او ګاګروسره سره اوس هم د وریښمین تنګي په نوم یادیږي .

وختونه واوښتل، زمانې تیرې شوې، سمندري لارې ډاډمنې شوې ٬ ډیرې شوې ٬ وروسته اورګاډي او موتر را منځ ته شول ٬ الوتکي په هوا وګرځېدې، هوایې کرښې وټاکل شوې، ځمکنۍ او سمندري سوداګرۍ پراختیا ومونده خو د وریښمو لار اوس هم په خپل پخوانۍ عظمت یاده او تل پاته ده ٬ سوري شیرشا ه چې د اوسني هندوستان په زړه کې کومه لاره د افغانستان په لور را تېره کړه د قافلې لاره بلل کېده، ددې لارې پلونه هم تر ډیره ځایه د وریښمو د لارې پر پلونو را تیرشوي  وو اوهغه لاره یې په نښه کوله .

د ورېښمو لارې په مذهبي لحاظ هم له لوی اهمیت څخه برخمنه ده  ځکه د ورېښمو په کاروانونو کې لکه د مخه چې وویل شول د مورخینو، فرهنګیانو او ادیبانو تر څنګ به روحانیون ٬ علما ٬ کشیشان هم شامل وو بودا یې دین که څه هم د لومړی ځل لپاره په هند کې را منځ ته شو خو له افغانستان څخه د ورېښمو د کاروانونو په غېږه کې چین ته ولاړ او له هغه ځایه کوریا او جاپان ته ورسېد ٬ په دوهمه میلادي پېړۍ کې کوشاني امپراطورکنشکا چې د بودایې دین له مشهورو مبلغینو او مشوقینو څخه و خپل مشهورمبلغ « کوبها را ونا » د بودایې دین د تبلیغ لپاره د چین خاقان ته ورولېږه او په دې توګه د چین وګړي د کنشکا د واکمنۍ پر مهال بودایې دین ته دعوت شول د (مارکو پولو) پرقول د تون هوانګ ښار چې اوس د ې دونګ هیوان په نوم یادېږي په منځنیو پېړیو کې د بودایی دین له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېده چې د بودا ترسلو فوټونو لوړې مجسمې اوس هم پکې موجودې دي ٬ د یوشمېر متخصصینو د وینا له مخې د میترا آیین چې له مسیحیت څخه د مخه د پخوانیو آریاییانو یو مشهور دین و ٬ په پېړیو پېړیو یې د ورېښمو د لارې په اوږدو دخپل موجودیت د بقا هڅه کوله ٬ همدارنګه د لودیځ له پلوه په ۶۷۶ میلادي کال د اسلام د سپیڅلي دین مبلغین هم د ختیځ په لوري د چین ترپولو ورسېدل، په ۷۱۰ کال بخارا او سمر قند فتح شول همدارنګه په۷۱۱کال کاشغر او په  ۷۱۳ خوارزم فتح شول چې په دې توګه د اسلام د سپیڅلي دین په اشاعت کې هم د ورېښمو لارې مهم رول لوبولی دی.

یوه ټکي ته مورخینو ددې لپاره چې د ورېښمو د لارې اهمیت او تاریخي لرغونتوب خدشه دار نشي اشاره نه ده کړې هغه داچې د ورېښمو د لارې پر پلونو دمتریوس له ۲۰۰ـ ۱۶۰ مخ کې له مېلاد څخه ترسند او پنجاب پورې پرمخ ولاړ همدارنګه دمتریوس جنرال مناندرشمالي هندوستان تر ګنګاه پورې مسخرکړاو په دې ترتیب یې د خپلې امپراطورۍ سیاسي حدود د ایران له دښتو څخه د سیحون او جیحون په امتداد تربحر او د ګنګاه ترحوزې پورې ورسول ترڅو په ۱۷۰ مخکې له مېلاد دیونان باختری فتوحاتو خاتمه وموندله ٬ له هغه وروسته ایو کراتید کله چې په ۱۷۵ قبل المیلاد کې د یونان باختری بادشاه شو نو د هند په مفتوحه سیمو کې یې نوی حکومت جوړکړ، خو هغه هم ژر د انقراض په لور ګامونه اوچت کړل .

د اوږدې زمانې په تېرېدو سره له چین څخه هم مهاجمین د لودیځ په لوري را مات شول، چنګېز ٬ تیموراو مغلیان هم د ورېښمو په لاره د افغانستان په لوري را غلل او ترجزیرة العرب پورې یې د ملتونو د وینو پر تویولو ځانونه ورسول.

د وریښمو لاره اوس په ظاهري شکل شاړه او ویجاړه پرته ده خوپه باطني لحاظ  کرښې او حدود یې اوس هم ټاکلې لازمه ده چې د سیمې هېوادونه د وریښمولاردتاریخي یاداشتونوپه رڼا کې په نښه کوي ترڅو یو ځل بیا د سیمې هېوادونه د وریښمو په دې پسته او نرمه لاره سره را ونښلوي او د جګړو ٬ وینې تویولو نفرت  او کرکې ټولې کرغیړنې کرښې له سیمې پورته او د اوسېدونکوزړونه یې د ورېښمو په مرغلین مزی سره نیږدې کړي.

لنډه داچې د ورېښمو لارې پېړۍ پېړۍ د ختیځ او لودیځ د خلکو به غنامندۍ کې مهم رول لوبولی دی او له پورتنۍ مقالې څخه زموږ مقصد هم دادی چې د جنګ جګړو پرځای سوداګري ته چې یوه اقتصادي او انساني  پروسه ده مخه وکړي، د اقتصادي پروسې وده او پرمختګ انسانان پرځان باوري کوي که د ورېښمو د لارې په اقتباس د هغه مللونو ترمنځ چې پخوا ددې لارې پرسر پراته و او یا یې ددې لارې پر سر ستړي ستومانه کاروانونه او قافلې چلول اوس هم د راحلو پرځای له ترانسپورتي وسایطو لکه الوتکو اورګاډیو او نورو نقلیه وسایطو څخه کار واخلي څومره ښه او انساني کار به وي ځکه جنګ، جګړې او خصومتونه بد بختۍ، کینې او نفرتونه زیږوي .

لوی ټکي: اقتصادتقویهلارهوریښمو
مخکینې مطلب

متقي د اغاخان بنسټ له مشر سره په لیدنه کې: د یاد بنسټ خدمتونه و ستايل

بل مطلب

د خوشه يي بمونو د کارولو موضوع ولې دومره حساسه ده؟!

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

وروستي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com