کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان د شیعه علماو سرتاسري شورا چې له دې مخکې یې له سرپرست حکومت د محرم په میاشت کې د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه، په وروستۍ اعلامیه کې خپل دریځ بدل کړی او له خلکو یې غوښتي چې په لارو کوڅو کې له راټولېدو ډډه وکړي.
دې شورا پرون سهشنبه یوه اعلامیه خپره کړه او پکې هغه کسان چې غواړي د ابوالفضل او سخي زیارت په مراسمو کې دې په انفرادي ډول ګډون وکړي.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا تېره شنبې د یوې غونډې په ترڅ کې له سرپرست حکومت وغوښتل چې د محرم د لمانځنې په مراسمو دې لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.
په دې غونډه کې د شیعه مذهب ګڼ شمېر ملا امامانو ګډون کړى و او له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د محرم د مياشتې د نمانځلو مخه ونه نيسي او ټول بنديزونه لرې کړي. خو د دغو ملایانو له خوا په تازه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ماتم کوونکي باید په انفرادي ډول زیارتونو ته ولاړ شي.
د محرم مراسم لس ورځې دوام کوي. د محرم الحرام (عاشورا) په لسمه ورځ په جوماتونو، زیارتونو او کوڅو کې ماتمکوونکي راټولیږي او په تېرو کلونو کې دغه ماتمونه څو څو ځله د داعش د بریدونو هدف ګرځیدلي او په سلګونو کسان یې وژلي دي.


















