کابل ټکی کام (شنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۲ل)
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ((يونيسف)) اعلان کړی، چې د سوډان جګړې کې په سلو ورځو کې ۴۳۵ ماشومان وژل شوي دي.د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسف) اعلان کړی، چې په سوډان کې د سوډاني پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ په روانه جګړه کې لږ تر لږه ۴۳۵ ماشومان وژل شوي او تر ۲۰۰۰ زيات ماشومان ټپيان شوي دي.د يونيسف په بيانيه کې راغلي دي: د ماشومانو له حقونو څخه څه باندې ۲۵۰۰ جدي سرغړونې په داسې هيواد کې شوي چې ۱۴ ميليونه ځوانان مرستې ته اړتيا لري.په همدې حال کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې په سپين نيل ولايت کې نږدې ۳۰۰ سوډاني بېځايه شوي ماشومان د شري او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.همدارنګه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فيليپو ګراندي وويل: (( د دې وخت رارسېدلی چې دا ناورين سمدستي پای ته ورسېږي.))د اپريل له پنځلسمې نيټې راهيسې د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو تر منځ په خرطوم او د هغه په څنډو کې او همدارنګه په لويديځ دارفور او د هيواد په ځينو نورو سيمو کې د واک پر سر سختې نښتې روانې دي.


















