حنفي: ځوانانو ته دې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې روزنه ورکړل شي

 کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۲ل)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون د څه باندې پنځه سوه محصلینو په فراغتغونډه کې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې د ځوانانو په روزلو ټینګار وکړ او دا یې یوه مهمه اړتیا وبلله.

نوموړي څرګنده کړه چې تېرو شلو کلونو کې بهرنیانو د افغانستان لپاره اساسي کارونه ونه کړل او په خبره یې په کار ده چې افغانان په خپله د هېواد د ابادۍ لپاره لاس په کار شي او له پردیو د هېواد د جوړولو تمه او توقع ونه لري.

هغه زیاته کړه، ” موږ باید د اسلامي عقیدې د لرلو تر څنګ خپل ځوانان د ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې وروزو، که د کانونو په برخه کې ځوانان ونه روزو نو څوک به کانونه راباسي، که د برېښنا په برخه کې روزل شوي ځوانان ونه لرو څوک زموږ برېښنا جوړوي، همداسې طب او نورو برخو کې دا زموږ د ټولنې اړتیا ده. “

په دې غونډه کې د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون عمومي رئیس پوهنوال عبدالرشید اقبال وینا وکړه او ویې ویل، زده کړې د پیسو د تر لاسه کولو وسیله نه ده بلکې همدا زده‌‌کړې د انسان شخصیت جوړوي.
هغه په خپلو خبرو کې له محصلینو وغوښتل چې د ماسـټرۍ او دوکتورا تر کچې زده‌کړې وکړي او له فرصتونو ګټه واخلي.
هغه ځوانان مخاطب کړل، ” پر تاسو خپلې کورنۍ او دولت لګښت کړی، تاسو د هغوی پر وړاندې مسوول یاست، دا مهم وخت دی. تاسو باید خپل مسوولیتونه وپېژنئ.”

په دې غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معیین لطف‌الله خیرخواه ځوانان وهڅول چې په دې زده‌کړو کفایت ونه کړي او د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده‌کړې وکړي.
هغه څرګنده کړه، چې ځوانان باید د علم او نظریې تفکیک وکړي او په خبره یې،” نړۍ خطرناکه شوې ده، یو ځوان مخکې له دې چې عالم شي، نظریاتي کیږي. نظریې محیطونو پورې تړاو لري خو علم خپل قواعد لري چې ټولو ټولنو کې یو شان دی. تاسو باید فکرا مسوول واوسئ، کوشش وکړئ د افکار او نظریاتو ښکار نه شئ. “

په دې مراسمو کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست په ځوانانو غږ وکړ چې خپل هېواد کې پاتې شي او بهر ته له تګ ډډه وکړي.
ندامحمد ندیم وویل، ” موږ ځوانانو ته د دوی د ارتقا په موخه د زده‌کړو زمینه برابرو، تحصیلي بورسونه ورته پیدا کوو. زموږ ځینې استادان چې په دې وروستیو کې یې افغانستان پرې اېښی، بهر یا هوټل کې کار کوي یا موټر چلوي.”

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د هېواد له مخکښو پوهنتونونو څخه دی چې هر کال په سلګونه محصلین روزي. دغه پوهنتون په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ د زرګونو پوهنتونونو په منځ کې د اقلیمي بدلونونو په برخه کې ۲۰۰ مقام تر لاسه کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button