کابل ټکی کام (شنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۲ل)
تمه ده چې د قطر په پلازمینه دوحه کې امریکایي پلاوی د افغانستان د سرپرست حکومت له پلاوي سره سبا او بل سبا خبرو ته کېني. د امریکایي پلاوي مشري به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې امریکایي پلاوی به د سرپرست حکومت له استازو سره د افغانستان اړوندو مهمو مسایلو باندې خبرې وکړي. په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر وايي، دغه غونډه به دوې ورځې دوام لري او په هغې کې به د دواړو خواوو د علاقې وړ موضوعاتو باندې خبرې وشي. نوموړی وايي، په دې کې غونډه کې به په افغانستان کې اقتصادي ثبات، د نشه یي توکو مخنیوی، د بانکي زیرمو خلاصون او یو لړ نور د اعتماد جوړونې اقدامات شامل وي.


















