کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان د خیبر پښتونخوا قبایلي باجوړ سیمې “خار” سیمه کې د سیاسي او مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام په یوه غونډه کې بمي چاودنې د یاد ګوند د مهم غږي “مولانا ضیاءالله جان” په ګډون لږ تر لږه ۳۵ تنه وژلي او تر ۲۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.
د ځايي پولیسو په وینا، د چاودنې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي.
د ژغورنې ادارې ویلي، ښايي د مړو شمېر ډېر شي. تر اوسه کومې ډلې یادې چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.
















