افغان حکومت: په باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام په غونډه شوی برید په کلکو ټکو وغانده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۲ل)

‏اسلامي امارت د خیبر پښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ کې د جمعیت علماء اسلام اړوند په یوه غونډه کې شوې چاودنه په کلکو ټکو وغندله.

د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي: اسلامي امارت له متأثره شویو کورنیو سره خپله ژوره خواشیني او تسلیت شریکوي.

شهیدانوته جنت الفردوس او ټپيانوته عاجله شفا غواړي.
دا ډول جنایات په هيڅ ډول د توجیه وړ نه دي.

مربوطه مطالب

Back to top button