کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۲ل)
روسي چارواکي وایي چې د اوکراین درې بې پیلوټه یا ډرون الوتکې د دې هیواد په پلازمېنه مسکو کې نسکورې شوي خو چا ته پکې د سر زیان نه دی اوښتی. د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د یوې ډرون الوتکې له کبله د لنډې مودې لپاره یو نړیوال هوایي ډګر هم تړل شوی و. وزارت ویلي چې د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه یې د مسکو په څنډه کې ویشتلې او نسکوره کړې او دوه نورې په الکترونیکي وسایلو له منځه وړل شوي دي. روسي چارواکو ویلي چې دا الوتکې داسې سیمې کې لویدلي چې شاوخوا یې دفترونه دي خو زیاتوي چې په پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.


















