کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۲ل)
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسئولين په دې ولايت کې د لوی امپراتور احمد شاه بابا کور د بيا رغولو خبر ورکوي.د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او کلتور آمر عبدالشکور څپاند باختر آژانس ته وويل : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مسلکي پلاوي دغه ولايت ته ورغلي، تر څو د لوی احمدشاه بابا د لرغوني کور لومړنۍ سروې ترسره کړي.څپاند زياته کړه، چې له سروې وروسته به يې د بيا رغولو چارې په عملي بڼه پيل شي.


















