کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۲ل)
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ يا پوليو د نويو پېښو په کمېدو سره غه هيوادونه د ګوزڼ ناروغۍ د ويروس له منځه وړلو ته نږدې شوي دي. پاکستان کې سږ کال يوازې د ګوزڼ يوه پېښه ثبت شوې او په افغانستان کې په تېرو اوو مياشتو کې د دغې ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوې دي. د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د پوليو ويروس په افغانستان کې يوازې په دوو ولايتونو ننګرهار او کونړ کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، خپرېږي. په روان کال کې د پوليو ټولې پنځه پېښې په ننګرهار ولايت کې ثبت شوې دي. د روغتيا په نړيوال سازمان کې د ختيځې مديترانې لپاره د پوليو د له منځه وړلو څانګې مشر ويلي، چې د پوليو ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره په روان کال کې د افغانستان او پاکستان د پولې ترمنځ همکاري او همغږي ډيره مهمه ده.


















