هند کې د مسلمانانو یو تاریخي مسجد ویجاړ او امام یې وژل شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د تېرې یکشنبې په ورځ د هند په “هریانا” ولایت کې د مسلمانانو پر یوې ډلې د هندوانو لخوا برید شوی، جومات یې سوځول شوی او د جومات ملا امام یې په بې دردۍ سره په شهادت رسولی دی.
راپورونه وایي چې په جومات کې نیږدې ۱۰۰۰ ټوکه د قرانکریم نسخې هم سوځول شوي او د مسلمانانو سلګونو دکانونو ته هم اور اچول شوی دی.
د هندوانو لخوا د یادې کړنې تر ترسره کېدو وروسته د اخوان المسلمین ګوند او ځینو نورو اسلامپالو ډلو قهرجن غبرګونونه ښودلي او د هندوانو یاده کړنه یې د بشر ضد جنایت بللی دی.
اخوان المسلمین ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: اخوان المسلمین دغه برید په کلکو ټکو غندي او دا پر مذهبي آزادیو برید بولي. اعلامیه کې راغلي: دا د نه منلو وړ تبعیضي چلند او له نړیوالو نورمونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
دغې اسلامپالې ډلې د هند پر حکومت غږ کړی، چې له دې ډول بریدونو څخه دې مسلمانان وساتي، د عاملینو پر وړاندې دې کلک دریځ ونیسي او د هر ډول تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره دې کار وکړي.
اخوان المسلمین ګوند دغه راز پر نړیولو سازمانونو غږ کړی، چې د هندوستان پر حکومت دې فشار راولي ترڅو په هند کې د میشتو مسلمانانو امنیت تامین کړي او د مقدسو ځایونو په ساتنې ته دې پوره توجه وکړي.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل نه دی چې په هندوستان کې د مسلمانانو د مقدسو ځایونو سپکاوی کېږي بلکې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوي؛ خو د مودي د ګوند په واک ته رسېدو سره د مسلمانانو پر وړاندې د هندوانو د دوښمنۍ کچه لوړه شوې او اوس نیږدې هره ورځ ورته پیښې کېږي.



