کابل ټکی کام (جمعه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۲ل)
داعش ترهګرې ډلې بالاخره ومنله چې مشر یې “ابوحسین الحسین القریشي” په سوریه کې د ترکیې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
یادې ډلې په خپل وېب سایټ “الاعماق” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې “ابوحفص الهاشمي القریشي” یې د خپل نوي مشر په توګه معرفي کړی دی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې له خپلو جنګیالیو غوښتي چې له نوي مشر سره دې بیعیت وکړي.
یادې ډلې ځینې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې پکې ښودل کېږي د دغې افراطي ترهګرې ډلې جنګیالي له خپل نوي مشر سره بیعتونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په تیره اپریل میاشت کې ویلي وو چې ځواکونو یې د داعش مشر د سوریې په ادلیب ولایت کې وژلی دی.
د ویلو ده چې د داعش ډلې د بنسټګر او لومړي مشر “ابوبکر البغدادي” تر وژل کېدو وروسته دا د یادې اورپکې ډلې دریم عمومي مشر ده چې وژل کېږي.