د سوډان جګړه؛ د ښکیلو غاړو نښتو کې لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۲ل)

د سوډان په پلازمېنې خرطوم کې پرون ۲۰ ملکیان د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه وو ترمنځ جګړه کې وژل شوي دي. د سوډان روغتیا وزارت پرون ویلي، په دغو جګړو کې ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي. په شاوخوا روغتونونو کې د وینې په څېر طبي وسایل او تجهیزات کم ښودل شوي دي. په سوډان کې د اپرېل میاشتې په نیمايي کې د واک پر سر د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه چې لا هم دوام لري. د جګړې دواړو لورو که څه هم د اوربند پر څو موافقو سلا کړې، خو یو اوربند هم نافذ شوی نه دی. ملګري ملتونه وايي، په سوډان کې د وروستیو جګړو له کبله تر څلورو میلیونو ډېر وګړي بې‌ځایه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button