کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت ویاند “ذبیح الله مجاهد” پر خپله ټویټر پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستاني چارواکو وروستیو تورونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت په سیمه کې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسوول نه دی.
نوموړي ټينګار کړی چې پاکستان دې خپل امنیتي وضعیت په سمه توګه مدیریت کړي.
په خپرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې تېر کال په بېلابېلو عملیاتونو کې لږ تر لږه ۱۸ پاکستاني وسله وال وژل شوي او د هغوی ځينې نور نیول شوي دي چې پوره شواهد او سندونه يې موجود دي؛ خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت پر پاکستان د ملامتۍ ګوتې د پورته کولو پر ځای، خپلې امنیتي تابیاوې ځواکمنې کړې چې پایله یې هم ورکړه.
مجاهد ډاډ ورکړی چې ا.ا په پاکستان کې د بریدونو پلوی نه دی او پاکستانیان باید دننه په خپل کور کې شته ستونزو ته د حل لاره ولټوي.
















