امریکا: د هاوايي ایالت په ځنګل کې د اور لګېدو له امله ۳۶ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰زمری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې، په ارام سمندر کې د امریکا د هاوايي ایالت د ماوی ټاپو په ځنګل کې د اور لګېدو له امله ۳۶ کسان وژل شوي دي.
ځايي رسنۍ ليکي، چې د سختو بادونو له امله د اور لمبې هرې شاوخوا ته په چټکۍ خورې شوي چې ودانیو هم اور اخیستی او زياته سيمه کې اور خپور شوی دی.
ځینې کسان لا هم نادرکه دي او چارواکي وايي، چې د لټون او ژغورنې پراخ عملیات روان دي.
زرګونه کسان مجبور شوي چې خپل کورونه پرېږدي او له سیمې بهر شي. په یاده سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
چارواکو دا منلې، چې دوی لاهم نه پوهېږي د اورلګیدنې لامل څه و او دا مسله دمګړۍ لومړیتوب نلري.



