کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۲ل)
انورالحق کاکړ د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزیر په توګه معرفي شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس دراپور له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پاکستان حکومت مخالف لوري مشر “راجه ریاض” نن له یوې ځانګړې غونډې وروسته د انورالحق کاکړ پر ټاکلو یې هوکړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د انور الحق کاکړ د ټاکلو په موضوع کې د عمران خان په مشرۍ د حکومت مخالف ستر سیاسي ګوند سره مشوره نه ده شوې او هغوی د انورالحق کاکړ ټاکنه رد کړې او د هیواد له اساسي قانون څخه یې ښکاره سرغړونه بللې ده.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې دا مهال په زندان کې ده؛ خو د کتونکو په باور د نوموړي په نه شتون کې یې هم ولس ملاتړی ګوند کولی شي چې ټاکنې وګټي.
د ویلو ده چې د پاکستان د مرکزي پارلمان په ګډون د څلورو صوبو پارلمانونه تحلیل شوي او د یاد هیواد د اساسي قانون له مخې باید په راتلونکو ۹۰ ورځو کې پارلماني ټاکنې ترسره شي.















