حامد افغان
عمر بن الخطاب رضي الله عنه د بنوتمیم مشهور هوښیار مشر او وتلی تابعي احنف بن قیس رحمه الله یو کال له ځان سره وساتی، بیا یې ورته وویل: ته پوهیږې ولې مو له ځان سره ساتلی وې، ځکه چې موږ رسول الله ﷺ له هغه منافقه وېرولي وو چې هغه (په زړه کې خراب) او ژبه کې ماهر او چالاک یي. خو ته داسې نه یې، ان شاء الله.
بل روایت کې پخپله احنف رحمه الله وایي: عمر بن الخطاب ته ورغلم، نو یو کال یې له ځان سره وساتلم! یوه ورځ یې راته وویل: احنفه! ته مې وازمویلې او تجربه مې کړې، له ښو او خیر پرته مو هیڅ درکې ونه موندل، په ظاهره ښه یې او هیله لرم چې باطن به دې همداسې سم یي. عمر زیاته کړه: موږ به ویل چې دا امت به د ژبي ماهرو منافقانو له لاسه هلاکیږی.
وروسته بیا عمر رضي الله عنه خپل یوه والي ابو موسی الاشعري رضي الله ته ولیکل چې احنف بن قیس درنږدې کړه، هغه سره مشورې کوه او د هغه خبرې منه. الطبقات الكبرى لابن سعد 94/7
بناءً واکمن باید خلک وازمویي او معلوم یې کړي ، علماء، پوهان او د خیر خلک دې ورنږدې کړي، له هغو دې مشورې اخلي او د هغو خبرې دې مني. او منافقان، د ژبي ماهر چالاکان او چاپلوسان دې وشړي.

















