پاکستان ۷۶ کلن شو!

هر قوم او ملت حق لري، چې د خپلو ديني، عقيدوي او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره يو ازاد او مستقل هيواد ولري، د پاکستان تر جوړېدو وړاندې مسلمانانو او هندوانو په يو هيواد کې ژوند کاوه او دا ډېره ګرانه وه، چې مسلمانان دې د‌ انګريزانو او هندوانو تر حاکمیت لاندې خپل دیني ارزښتونو په سمه توګه وساتلی شي او نه مسلمانانو ته د کافرانو تر حاکمیت لاندې ژوند تېرول پکار دي.
همدا لامل و، چې د هندوستان مسلمانانو د انګرېزانو او هندوانو له حاکميت څخه د خلاصون لپاره خپل غږ پورته کړ.
د دوه قومي نظريو له مخې د يوې اوږدې مبارزې او ډېرو زياتو قربانيو وروسته د کال ۱۹۴۷م د اګست په ۱۴مه نيټه پاکستان له انګریزانو آزادي واخيسته او د يو ازاد او مستقل مسلمان هيواد په توګه منځته راغی.
په دې برخه کې د هندوستان د مسلمانانو د سياسي مشرانو سربېره ديني او مذهبي مشرانو هم ډېرې هڅې او کوښښونه وکړل او په دې لاره کې يې په دې هيله ډېرې زياتې قربانۍ هم ورکړې، چې مسلمانان د يو ازاد او مستقل هيواد څښتنان شي.
رښتيا هم، هيڅ ملت تر هغو پورې ازادي او خودمختاري نشي اخيستلای، چې ستره مبارزه، قربانۍ او پرلپسې هڅې ونه کړي، چې وروستۍ بيلګه يې دوه کاله وړاندې د الله تعالی په مرسته او د افغان ملت د بې سارې ښرښندنې او مبارزې په برکت افغانستان کې نږدې ټوله لوديځه نړۍ ماته شوه او افغانستان يو ځل بيا خپلواکي او استقلال ترلاسه کړ.

مربوطه مطالب

Back to top button