د لومړي ځل لپاره د بلخ انګور روسيې ته ولېږدول شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۲ل)

د بلخ ولايتي چارواکي وايي چې د لومړي ځل لپاره د حيرتان بندر له لارې روسيې ته د انګورو لومړنۍ جوپه لېږدول شوې ده. د ياد ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئول اسدالله اسدي وايي ، چې دغه ۲۰۰۰ کارټنه انګور وړمه ورځ روسيې ته ليږدول شوي دي. د اسدي په وينا، دغه تازه انګور په يخچالي موټرو کې د حيرتان بندر له لارې ازببکستان او له هغه ځايه روسيې ته ليږدول شوي. نوموړی زياتوي ،چې د وروستيو مياشتو پر مهال له افغانستان څخه ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته د توکو لېږد زيات شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button