د ازبيکستان ولسمشر په افغانستان کې د رېللارې د جوړېدو پر اهميت ټينګار کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۲ل)

ازبیکستان وايي، چې له افغانستان سره د ريل ګاډي له لارې اتصال کولای شي چې دغه هيواد له جنوبي آسيا سره د يوې خوندې اقتصادي لارې په توګه ونښلوي. د ازبیکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف په افغانستان کې د ريللارې د جوړېدو پر اهميت ټينګار کړی.د ازبیکستان د رسنيو د راپور له مخې، د دې هيواد ولسمشر له پانګوالو سره په يوه غونډه کې د افغانستان په خاوره کې ريللاره د خپل هيواد لپاره ګټوره بللې او ويلي يې دي، که دا لار ه جوړه شي له جنوبي آسيا سره به د ازبیکستان د وصلېدو لپاره اقتصادي او خوندي لار ه وي.دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ازبیکستان، پاکستان او افغانستان استازو تېره مياشت په اسلام اباد کې له مزارشريف څخه تر پاکستان پورې د ريللارې پر جوړولو موافقه وکړه.

Related Articles

Back to top button