کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۲ل)
د کورنيو چارو سرپرست وزير خليفه سراج الدين حقاني روزګان ولايت ته د سفر پر مهال په دغه ولايت کې يوې غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي، چې د اسلامي امارت مجاهدينو په تېرو شلو کلونو کې د موقف لپاره قرباني نه ده ورکړې؛ بلکې دغه سرښندنې يې د اسلامي نظام د ټينګېدو او د الله (ج ) د قانون د پلې کولو لپاره ورکړې دي.نوموړي د افغان ولس خدمت د اسلامي امارت اساسي مسئوليت او دنده بللې او د دغه مسئوليت په ښه ترسره کولو يې ټينګار کړی دی.د کورنيو چارو وزارت سرپرست دغه راز ويلي، چې د تېر شل کلن جهاد د بريا راز د افغان مجاهدينو د سرښندنو او د ولس د صبر پايله وه او نوموړي د دغه صبر او سرښندنو ستاينه کړې ده.نوموړي د اسلامي امارت له چارواکو څخه په خپلو چارو کې د محتاطانه عمل ترسره کولو غوښتنه کړې ده.هغه دغه راز په تېر شل کلن جهاد کې د روزګان د ولسونو او مجاهدينو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې د دغه ولايت ولسونو او مجاهدينو د پام وړ قرباني ورکړې ده.
همدارنګه: د افغانستان اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني روزګان ولايت ته د سفر پر مهال دغه ولايت کې د ځوانانو، علماوو، قومي مخورو او حکومتي چارواکو يوې غونډې ته د خبرو پر مهال د اسلامي امارت له لوري د تېر شل کلن جهاد د شهيدانو يتيمانو ته پر پاملرنې ټينګار کړی دی.نوموړي ويلي، چې د شهيدانو کورنيو ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي او د هغو يتيمانو پوره لاسنيوی وشي، چې پلرونو يې په تېرو شلو کلونو کې د اشغال پر وړاندې مبارزه کې خپل سرونه نذرانه کړي دي.سراج الدين حقاني دغه راز افغانستان کې شته امنيت او استقلال لوی نعمت او دوی ته ورسپارل شوي مسئوليت د خدای (ج ) ازموينه بللې او د اسلامي امارت له ټولو لوړ پوړو او ټيټ پوړو چارواکو څخه يې په چارو کې د اخلاص او رښتيونولۍ غوښتنه کړې.د کورنيو چارو وزير همدارنګه په تېره شل کلنه مبارزه کې د روزګانيانو سرښندنې ستايلې او ډاډ يې ورکړي، چې په بېلابېلو روغتيايي، رغنيزو، ښوونې او روزنې او نورو برخو کې به ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.د خليفه سراج الدين حقاني او د روزګاني علماوو، ځوانانو، مشرانو او حکومتي چارواکو تر منځ دغه ناسته پرون ترسره شوې ده.
















