لطف الله خیرخواه: لوړو زده کړو وزارت د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د پرانستلو پر پلان کار کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۲ل)
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه د نجونو .پر مخ د پوهنتونونو د پرانستلو د پلان د عملي پرمختګ خبر ورکړ. هغه د لوړو زده کړو وزارت په کلني راپور کي ویلي؛ چي د لوړو زده کړو وزارت کمېټه د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د پرانستلو پر پلان کار کوي او د نهايي کیدو په صورت کي به د هېوادلوالو سره شریک شي.
لطف الله خیرخوا د دې پروژې له نهايي کيدو وروسته نور جزئیات نه دي شریک کړي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال زیاته کړه؛ چي دغه وزارت په تېر کال کي ۳ دوکتورا او ۱۵ د ماسټرۍ پروګرامونه پیل کړي او اوسمهال په افغانستان کي ۹ دوکتورا او ۴۰ د ماسټرۍ پروګرامونه لري.
د ښاغلي خیرخواه په وینا؛ په تېر کال کي ۱۸۰ زره محصلین استخدام شوي او څه باندې ۴۰۰ زره محصلین د هېواد په پوهنتونونو کي په زده کړو بوخت دي.
د لوړو زده کړو وزارت د علومو اکاډمۍ سرپرست وویل؛ چي د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ پورې استادان له هېواده وتلي او دا مهال د هېواد په پوهنتونونو کي ۶ زره بستونه پراته دي.



