کابل ټکی کام (چهارشنبه، د وږی، لومړۍ، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن سې شنبه په کابل کي ملت د حساب ورکونې په نوم په یوې غونډه کي وویل؛ چي دوی د پاکستان حکومت او ‘ټي ټي پي’ ترمنځ د دوی په خوښه څو ځلي د مذاکراتو کوربتوب کړی دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په وینا؛ سره له دې چي په دې خبرو کي پرمختګونه هم شوي وو؛ خو په پاکستان وروستي سیاسي تحولاتو د دغو خبرو بهیر ودراوه.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي؛ چي له دې وړاندې پاکستان حکومت په ځلونو په افغانستان کي اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان یا ‘ټي ټي پي’ سره په ژورو اړیکو تورن کړي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د روانې میلادي میاشتې په ۹مه د خیبر پښتونخوا په بالاحصار کي یوې غونډې ته ویلي وو؛ چي په افغانستان کي اسلامي امارت پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې ده.
نوموړې هغه مهال ادعا وکړه؛ چي په پاکستان کي په تروریستي فعالیتونو کي افغانان ښکيل دي او وې ویل؛ چي په ترهګریزو فعالیتونو کي د افغانانو ښکيلتیا د سیمې ثبات ته زیان رسوي.
له نوموړي مخکې یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو هم ورته څرګندونې کړې وې؛ چي اسلامي امارت بیا رد کړي دي.
















