کابل ټکی کام (چهارشنبه، د وږي لومړۍ، ۱۴۰۲ل)
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي پرون د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کي وویل؛ چي کیېف ته په امریکا کي د جوړو شوي ایف-۱۶ جنګي الوتکو سپارل هغه ته ډاډ ورکړی؛ چي هېواد یې کولای شي د روسیې پوځي برید له ماتې سره مخامخ کړي.
ډنمارک او هالنډ تازه اعلان کړی؛ چي د ایف-۱۶ جنګي الوتکو لومړۍ جوپه به اوکراین ته وسپاري.
زلینسکي هغو زرګونو کسانو ته چي د ډنمارک د پارلمان مخې ته د هغه د وینا د اوریدلو لپاره راټول شوي وو ویلي؛ چي روسیه به په دې جګړې کي ماتې وخوري.
روسیې له دې مخکي خبرداری ورکړی و؛ چي اوکراین ته د ایف-۱۶ جنګي الوتکو ورکول به یوازې جګړې ته شدت ورکړي او په دې جګړه کي به لویديځ په مستقیم ډول ښکيل کړي.


















