جنوبي وزيرستان: د پاکستاني طالبانو په بريد کې ۶ پوځيان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې د پاکستان په قبائلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د وسله وال برید په ترڅ کې ۶ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د څانګې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بريد د جنوبي وزيرستان په اسمان مانزه سيمه کې هغه مهال رامنځته شو، چې امنيتي ځواکونو د وسله والو د شتون په اړه د معلوماتو پر بنسټ عمليات کول.

د پاکستان پوځ خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملياتو پرمهال د وسله والو او پوځ ترمنځ نښته رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې ۶ پوځيان او ۴ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان يو شمېر رسنيو په ياد بريد کې د ۱۱ پوځيانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

پوځ وايي، په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي او سیمه اوسمهال د دوی په کنټرول کې ده.

پاکستاني ط البانو د برید مسوولیت منلی او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ليکلي، چې د شولام خیسو په برید کې د دوی ځواکونو د پوځ پر دوو موټرو بريد کړی چې ۱۸ پوځیان يې پکې وژلي او څلور نور په تېښته بريالي شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button