زېلېنسکي: نه مو غوښتل چې له روسیې سره جګړه وکړو

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۲ل)

د اوکرایین ولسمشر زېلېنسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې نه یې غوښتل له روسیې سره جګړه وکړي.

نوموړی وایي، د ناټو ځينو غړو هېوادونو ژمنو وهڅولو چې جګړې ته مخه کړو.

د ولسمشر زېلېنسکي په خبره هغوی ژمنه کړې وه، که له روسیې سره جګړه وکړو‌، د ملاتړ ترڅنګ به په ناټو کې غړیتوب هم ورکړي؛ خو داسې ونه شول او زموږ د هیواد ډیری برخه ویجاړه شوه.

‏نوموړی زیاتوي، که ناټو غړیتوب ورکړي، ښایې اوکرایین په روانه جګړه کې ژر تر ژره بری ترلاسه کړي؛ خو د ناټو غړي هېوادونه بیا وایي، ترڅو چې له روسیې سره جګړه روانه وي اوکرایین ته غړیتوب نه‌شي ورکولای.

مربوطه مطالب

Back to top button