دفاع وزارت: د هوایي ځواک قوماندانۍ تخنیکي ټیم له لوري یو بال روسي هلیکوپتر ترمیم او الوتنې نه چمتو کړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۲ل)

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د هوایي ځواک او هوايي مدافعې عمومي قومانداني د ځانګړو عملیاتو ګروپ تخنیکي او مسلکي ټیم د دوامداره هڅو په لړ کې یو بال Mi17 روسي هلیکوپتر چي د تېرې ادارې له لوري تخریب شوې وه وروسته له درې میاشتې تخنیکي او (NDI) معایناتو څخه ترمیم او الوتنې ته چمتو کړه او په بریالیتوب سـره یې الوتنه ترسره کړه.

د دفاع وزارت چارواکي وايي، يو شمېر چورلکې چې د تېرې ادارې د مفسدو چارواکو له لوري تخريب شوې وې د تېرو درې مياشتو په جريان کې تر اويا باله زياتې چورلکې او الوتکې د دغه وزارت د تخنيکي ټيم له لوري رغول شوي دي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button