ایران: افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو یو

 کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۲ل)

د ایران سفیر او د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال سره لیدلي دي. د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې په دې لیدنه کې په سیاسي، اقتصادي مسایلو او همدارنګه په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوې دي. په دې لیدنه کې اقتصادي مرستیال ویلي چې افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه نه کوي او نه چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه وکړي. د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت پر ټویټر همدارنګه لیکل شوي چې په دې لیدنه کې قمي ویلي تهران لېواله دی چې له افغانستان سره د اقتصادي، کرنیزو او صنعتي برخو سربېره د رېل پټلۍ شبکو په غځولو کې هم همکاري وکړي

مربوطه مطالب

Back to top button