کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۲ل)
له اسلامي امارت سره تړلو رسنیو خبر ورکړی چې په بدخشان کې هغه ۱۲ داعشیان نیول شوي چې په تېرو دوو کلونو کې یې په مهمو بریدونو کې لاس درلود.
المرصاد چې اسلامي امارت ته یوه نیږدې رسنۍ بلل کېږي پرون جمعه د وږي ۱۷مه په خپل راپور کې ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونو د څلور ورځنیو عملیاتو پرمهال په بدخشان کې د داعش یو پټنځای په نښه او له منځه وړی دی.
د دغه راپور له مخې، د دغو عملیاتو پر مهال د داعش ۱۲ کلیدي غړي نیول شوي، دغو کسانو په تېرو دوو کلونو کې په بدخشان کې خطرناک بریدونه کړي وو.
خو په دې ادعا کې د نیولشویو کسانو د هویت او ځای په اړه معلومات نه دي ورکول شي.
د اسلامي امارت رسنیو د دوی حکومت د چارواکو په حواله لیکلي چې د دغو عملیاتو پر مهال د داعش ۱۲ غړي له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت مسوولین په تېرو دوو کلونو کې د مرګونو بریدونو له امله وځپل شول او یو شمېر هېوادونو د افغانستان په شمال کې د داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو وخت ناوخت اندېښنه ښوولې ده.