ستانکزی: پر غربيانو د افغانستان بېرته رغول لازم دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، هغه غربي هيوادونه، چې په افغانستان کې يې په تېرو شلو کلونو کې پوځي حضور درلود، لازمه ده ،چې اوس بيرته افغانستان ته راشي او په بيا رغونه کې يې ونډه واخلي. (( موږ له نړيوالې ټولنې او د سيمې له هيوادونو څخه غوښتنه کوو ،چې د افغانستان په بيا رغونه کې له موږ سره همکاري وکړي او په ځانګړي ډول هغه هيوادونه چې په افغانستان کې يې پوځي فعاليت درلود، پر هغوی لازمه ده چې بېرته راشي او د دې هيواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.))«دا ښه نظريه ده، خو دا به هغه وخت شونې وي چې په افغانستان کې هغه څه چې غربيان يې غواړي، يو منظم سيسټم رامنځته شي. څو چې ځيني مسايل د بين الافغاني ډيالوګ په ترڅ کې حل نه شي، تر هغه به نور هېوادونه زړه نا زړه وي چې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.))



