ډبلیو اېف پي پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانستان بې‌وزلو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۲ل)

د خوړو نړيوالې ادارې يا ډبليواف پي ويلي، چې د افغانستان بېړنۍ بشري مرستې کمې شوي او خبرداری ورکړی چې دغه اداره په دې هېواد کې يواځې له پنځو اړمنو کسانو یوه ته اړینې مرستې رسولی شي.

افغانستان کې د دغه بنسټ مشره شا وي لي وايي، دوی پخوا د ۱۳ میلیونه کسانو لاسنیوی کاوه خو اوس یوازې درې میلیونه خلکو ته د مرستې رسولو بوديجه لري.

د خوړو نړیوالې ادارې بروکسل کې د اروپايي ټولنې په کوربتوب جوړه شوې یوه غونډه کې پر نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان بې‌وزلو ته دې بېړنۍ مرستې برابرې کړي.

(ډبلیو اېف پي) وايي د راتلونکو شپږو میاشتو په اوږدو کې افغانستان د اړمنو د لاسنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د ملګرو ملتونو اړونده اداره ده چې له څو لسیزو راهیسې له افغانانو سره د مرستو رسولو تر ټولو لوی بهیر پر مخ وړي.

دا پروګرام له نورو هېوادونو او بسپنه ورکوونکو مالي مرسته ترلاسه کوي او بې‌وزلو ته یې رسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button