بلوجستان: د پوځ په عملیاتو کې د داعش وسله والې ډلې مهم قوماندان وژل شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۲ل)

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې امنیتي ځواکونو د بلوجستان ایالت په “مستونګ” سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د داعش ترهګرې ډلې یو لوړ پوړی غړی وژل شوی دی.

د پاکستاني پوځ د رسنیو مرکز ISPR د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د داعش وسله والې ډلې یو تر ټولو مهم قوماندان “غلام دین” وژل شوی دی.

پاکستاني پوځ دغه راز ادعا کړې چې د داعش دغه قوماندان د جماعت اسلامي د سیاسي ګوند پر مشر “سراج الحق” په ځانمرګي برید کې هم لاس درلود.

مربوطه مطالب

Back to top button