د جمعیت علما اسلام ګوند يو لوړ پوړی غړی او ملګري يې په چاودنه کې ټپيان شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې، د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام ګوند د يوه لوړ پوړي غړي حافظ حمدالله پر موټر بمي چاودنه شوې ده.

دا چاودنه د کويټې په مستونګ سیمه کې شوې چې د حافظ حمد الله او د هغه څو نور ملګري پکې ټپیان شوي دي.

ځايي رسنۍ ليکي، نوموړی په مستونګ کې یوې غونډې ته روان و چې د لارې په اوږدو کې پرې چادونه وشوه.

 پولیسو ویلي، چې په چاودنه کې ټپي ټول کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

روغتيايي چارواکي وايي، د ښاغلي حمدالله روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

حافظ حمدالله پاکستانی سیاستوال، د جمعيت علماء اسلام لوړپوړی غړی او د پاکستان د سنا غړی هم پاتې شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button