تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې، تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه.

د دروازې له پرانیستل کېدو سره دواړه غاړو ته په تمه خلک پورې وتل او بار وړونکو ګاډو ته له کرښې د تېرېدو اجازه ورکړل شوه.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر هم تایید کړې ده چې تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ په موخه خلاصه شوه.

پرون دواړو غاړو د يادې دروازې د پرانيستلو خبر ورکړی و.

دغه لاره نهه ورځې وړاندې وروسته له هغه وروسته پاکستاني لوري وتړله چې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د يوې پوستې جوړولو پر سر نښته رامنځته شوه.

پاکستاني لوري ويل، چې صفري نقطې سره نږدې د افغان ځواکونو له لوري نوې پوسته جوړېدله چې د دوی له لوري يې مخه ونيول شوه، خو افغان چارواکي بيا وايي چې ياده پوسته پخوانۍ وه چې يواځې د ترميم چارې يې روانې وې. تر څو ورځو ځنډ وروسته نوموړې پوسته د افغان ځواکونو له لوري ورغول شوه.

په سیمه کې د دواړو خواوو د ځواکونو تر منځ له وسله والې نښتې وروسته، د روان وضعیت تر ټولو ډېر زیان عامو خلکو او سوداګرو ته رسېدلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button