سعودي عربستان دوه پوځي افسران د غدراۍ په تور اعدام کړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۲ل)

سعودي عربستان د محکمې په حکم د بغاوت او غدارۍ په تور د دوو پوځي افسرانو سرونه پرې کړل شول.

د سعودي رسنیو د راپورونو له مخې په اعدام شویو کسانو کې د سعودي عربستان پیژندل شوی پیلوټ ليفټننټ کرنل “ماجد بن موسی عواد البلوي” او چيف سارجنټ “يوسف بن رضا حسن العزوني” شامل دي چې نن شنبه سهار وختي د ریاض په یوه زندان کې اعدام شوي دي.

په محکوم شویو پوځي افسرانو کې یو یې د خیانت او د ملي ګټو او د پوځي خدمت د عزت په ساتلو کې د پاتې راتلو په تور مجرم پېژندل شوی و، چې له امله یې په اعدام محکوم شوی و.

او د ویم هغه یې ترهګرو ډلو سره د اړېکو لرلو په تور خاین پېژندل شوی و.

ای پي خبري آژانس بیا ادعا کړې چې، دغه دوه پوځي افسران په ۲۰۱۷م کال کې په یمن کې د حوثي وسله والو سره د مرستې په تور نیول شوي وو.

د يادونې وړ ده چې سعودي عربستان په روان کال کې شاوخوا ٧٣ تورن کسان اعدام کړي دي او پر سعودي د دومره زيات شمېر اعدامونو له امله د نړيوالو سازمانونو له خوا نيوکې مخ پر ډېریدو دي.

مربوطه مطالب

Back to top button