کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۲ل)
د اوبو او برېښنا وزارت د ورکړو معلوماتو له مخې، په لغمان ولایت کې د دوولس نیم(12,5) میلیونه افغانیو په ارزښت د یو لوی او ۵۱ وړو سربندونو د جوړولو چارې پيل شوې.
ياد وزارت وايي، چې د لغمان د مرکز اړوند په علیشنګ او کرنج کلیو کې د ۳۶ مترو په اوږدوالي د یو لوی سربند او د ۵۱ وړو سربندونو د جوړولو چارې د دوولس نیم(12,5) میلیونه افغانیو په ارزښت، د لغمان والي قاري زین العابدین عابد، د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې پرانیستل شوې.
د یادونې وړ ده، چې يادې پروژې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د لغمان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د اف، جې، ای مؤسسې له لوري پلي کېږي، چې پکې 250 تنو ته د کار زمنیه چمتو کېږي او د چارو په بشپړیدو سره به یې د نوموړو کلیو 2000 جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

















