د لیبیا سیلابونه؛ د مړو شمېره مخ پر لوړېدو ده ښایي شلو زرو ته ورسیږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۲ل)
له لیبیا ورکړل شوي راپورونه وایي، چې تیرې اوونۍ په سیلابونو کې د مړو شویو کسانو شمېره ۷۰۰۰ تنو ته رسیدلی، د زرګونو نادرکو کسانو د ژغورنې هڅې ناکامې شوې او ښایي د مړو شمېر شلو زرو ته ورسیږي.
د trt عربي څانګې د خبر له مخې د “ډینیل” توپان او سیلاب له امله د لیبیا ختیځې سیمې سختې اغیزمنې شوې دي چې تر ټولو ډېر ځپل شوی ښار درنه ده؛ خو بنغازي، سوسي، المرج او بیدا هم په اغیزمنو شویو سیمو کې شمېرل کېږي.
د ليبيا د رسنيو د راپورونو له مخې، په سېلابونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۷۰۰۰ تنو ته لوړه شوې ده. سره صلیب ویلي چې له سېلاب وروسته د ورکو شویو کسانو شمېر بیا ۱۵۰۰۰ زرو ته رسېدلی دی.
د لیبیا د ملي یووالي حکومت لومړي وزیر “عبدالحمید دیبي” په خپله وینا کې اعلان کړی، چې یوه الوتکه چې ۱۴ ټنه اکمالات، درمل، تجهیزات او طبي پرسونل په کې بار دي بنغازي ته د مرستې لپاره استول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې درنه ولایت د سيلاب د ناورين له امله ډېر زيانمن شوى، د دوو بندونو د نړېدو له امله ښار ته له ٣٠ ميليونه متر مکعب څخه زياتې اوبه داخلې شوې چې د خطرناکو سیلابونو د را وتلو لامل ګرځیدلي دي.
په ورته مهال د لیبیا په لوېديځ او ختيځ کې دوو بېلابېلو حکومتونو له نړيوالو د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې خو تر اوسه یوازې ترکیې او مصر زیانمنو شویو سره مرستې پیل کړي دي.
د ویلو ده چې په ۲۰۱۱م کال کې د معمر القذافي د حکومت له نسکوریدو وروسته دغه هېواد په ختیځ او لویدیځ ویشل شوی ده. د لیبیا د ملي یووالي حکومت لومړی وزیر “عبدالحمید دیبی” چې ترکیه یې ملاتړ کوي په لویدیځ کې دنده ترسره کوي او د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوی “اسامه حمد بیا”په ختیځ کې د لومړی وزیر په توګه دنده ترسره کوي.



